د لغمان پولیسو ۱۸۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د لویو لارو منسوبينو د کابل جلال اباد پر لویه لاره یو مازدا ډوله موټر نيولی چې، ۱۵۵ کیلو ګرامه اپين او ۳۰ کیلو ګرامه پوډر « هيروئين » پکې بار وو.
د پېښې په تړاو د یاد موټر چلوونکی نیول شوی او د پولیسو تر څیړنو لاندې دی.
نیول شوی کس به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.