هلمند کې د نشهيي توکو پر ضد عملیاتو کې زرګونه کیلوګرامه نشهیي توکي نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د هلمند امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت د باغران، ګرشک او لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د کشفي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۸۷۶۴ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي او کیمیاوي توکي کشف او ضبط شوي دي. په نيول شويو توکو کې (۴۳۹۵) کیلو ګرامه اهاک، (۳۳۰۰) کیلو ګرامه سوډا، (۶۹۰) کیلو ګرامه اکسيل، (۱۲۸) ليټره تيزاب، (۲۵۰) کیلو ګرامه سود، (۱۴۰۰) ګرامه خام چرس او (۳۴) ګرامه نشهیي ټابلیټونه شامل دي. د عملیاتو پایله کې څلور تنه له دریو عرادو موټرو سره یو ځای نیول شوي، چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي او له بشپړو پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.