په خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ د څه باندې يوې پېړۍ دښمني پای ته ورسېده

د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ امنيتي مسوولينو او سيمه ييزو قومي مشرانو په هڅو د «نجيم ګل» او « زالي» کورنيو تر منځ ۱۲۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده او په دوستۍ بدله شوه.
د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي لطف الرحمن نظامي او امنيه قومندان محمد داوود وفا په خپلو ویناوو کې د یادې ستونزې د هوارۍ له امله دواړو کورنيو ته مبارکي وويله او وویل: مسوولین چمتو دي چې د ستونزو د هوارولو په موخه دوامداره مرستې او منځګړيتوب وکړي.