د ننګرهار امنیې قومندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو د یو دقیق کشفي راپور پر بنسټ درې تنه له ۲۴ زره نشهيي ګولیو(کا ټابلیټ) سره لاس په لاس نیولي دي

د ننګرهار امنیې قومندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو د یو دقیق کشفي راپور پر بنسټ درې تنه له ۲۴ زره نشهيي ګولیو(کا ټابلیټ) سره لاس په لاس نیولي دي. یادو کسانو هڅه کوله چې دغه نشهيي توکي انتقال او وپلوري، چې د امنیتي ځواکونو له لورې یې پر وخت مخه ونیول شوه. دا مهال نیول شوي کسان تر جنايي څېړنو لاندې دي او له بشپړو تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.