د کابل د پغمان ولسوالۍ مسؤلینو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو د دوښمنۍ روغه وشوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۲
asdfas

د کابل د پغمان ولسوالۍ د مسؤلینو له پرلپسې هلوځلو وروسته په دوو جلا جرګو کې چې علماو، د امربالمعروف مسؤلینو، د کلیو ملکانو، قومي مشرانو او مخورو پکې ګډون کړی و د څلورو کورنیو ترمنځ د څو کلونو دښمنیو روغه وشوه او یو بل یې وبښل.
د پغمان ولسوال قاري علي محمد مجاهد د پخلاینې په دواړو مراسمو کې د یادو کورنیو ترمنځ په روغې جوړې خوښي وښوده او وې ویل چې، په اسلامي شریعت کې د مسلمانانو ترمنځ کرکې ته هېڅ ځای نشته. هغه په دواړو غونډو کې د ګډون په مهال وویل: د خوښۍ ځای دی چې دې کورنیو له کلونو وروسته د سولې او روغې لاره غوره کړې چې له دې وروسته به د یو بل ترڅنګ په ورورۍ او مهربانۍ ژوند وکړي. 

په ورته مهال، د پغمان ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو د یادو کورنیو ترمنځ په روغې جوړې کې د پغمان ولسوالۍ د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه او دا ګام یې د ټولنې د یووالي لپاره ګټور وباله.

د یادونې وړ ده چې دغه دښمنۍ چې یوه یې شاوخوا اوولس کاله وړاندې د پغمان ولسوالۍ د بلسان خالداري کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه او یوه تن پکې وژل شوی و او بله شخړه نږدې دیارلس کاله مخکې د یادې ولسوالۍ د فرمانخېلو کلي کې رامنځته شوې وه چې له امله یې یو تن وژل شوی و او دوه تنه ټپيان شوي وو.