بدخشان کې یو تن له لسګونه کیلو ګرامه نشه‌يي توکو سره ونیول شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۲
csdfsd

د بدخشان امنیې قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یو تن چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی له ۵۷ کیلو ګرامو تریاکو سره نیولی دی.
یاد کس د پولیسو تر نظارت لاندې دی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.