پکتیا کې ۴۱۰ تنه امنیتي منسوبین له روزنیزو زده کړو فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ له لوري، د سوېل ختیځ زون د پکتیا ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۱۰ تنه امنیتي منسوبین له عقیدتي، اساسي او مسلکي روزنیزو زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.
د فراغت په مناسبت جوړو شویو شاندارو مراسمو کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ د اداري چارو مرستیال مولوي وزیر رحمان (رحماني) ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او فارغانو ته یې د لا ښه خدمت سپارښتنې وکړې.
په غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله (صلاحالدین)، د ولایت امنیت آمر قاري محمد اسلم (کرامت)، د علماوو شورا رئیس، د حکمونو، فرامینو او اقتصاد ریاستونو استازو او د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو د امنیه قوماندانیو مسؤلینو، دیني عالمانو او نورو چارواکو ګډون درلود.
ویناوالو د عقیدوي پیاوړتیا، مسلکي مسؤلیتونو، له ملت سره د اسلامي چلند، نظم او اطاعت پر اهمیت ټینګار وکړ.
د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان مولوي سمیع الله (خالد) د مرکز د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او غونډې ته د پکتیا د مرستیال والي په ګډون یو شمېر نورو چارواکو هم وینا وکړه.
په پای کې فارغو منسوبینو ځانګړي نظامي نندارې وړاندې کړې، تصدیقپاڼې ورکړل شوې او غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.