خوست کې امنیتي ځواکونو ناقانونه وسلې او نظامي مهمات نیولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۵۳
sadd

د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ترورېزم ضد امریت منسوبینو، د یادې ولسوالۍ په یوه کور د چاڼیز عملیات په ترڅ کې دوه تومانچې، اته لاسي بمونه، دوه دوربینونه، ۱۲۲ د کلاشینکوف مرمۍ او یو شمېر نور ناقانونه نظامي وسایل کشف او ترلاسه کړي دي.

امنیتي ځواکونه د وسلو د ناقانونه ساتنې او کارونې مخنیوی جدي تعقیبوي او له وړاندې هم د یاد ولایت د ترورېزم ضد مدیریت لخوا له مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې ترلاسه او اړوندې ادارو ته سپارل شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې له دولتي وسلو څخه هر ډول ناسمه استفاده جدي قانوني تعقیب لري.