شپږو ولایتونو کې پولیسو ۱۱ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۴۳
ASDFASF

نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په خوست، فاریاب، لغمان، کونړ او بغلان کې د څو جلا عملیاتو پایله کې لس تنه د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو نیولي او له نیول شوو کسانو یوه اندازه هیرویین او نشه‌یي ګولۍ هم ترلاسه کړي دي.
همداراز یادو منسوبینو د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې یو تن  د ‍۱۱ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې نیول شويو کسانو ته به د نافذه اسلامي قوانینو په رڼا کې سزا ورکړل شي.