مولوي اختر محمد مزمل د نورستان نوی امنیه قومندان وټاکل شو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۵۶
شسیبشس

نوموړی رسمآ د کورنیو چارو وزارت د ټاکل شوي پلاوي مولوي عبدالعزیز نصیر له لورې د یوې غوندې په ترڅ کې چې  پخواني امنیه قومندان مفتي محمد یوسف جمالزي او شمېر ځایي مسؤلینو پکې ګډون کړی و معرفي او دنده یې پیل کړه. 
 نوي امنيه قوماندان مولوي اختر محمد مزمل د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه چې دی يې د نورستان ولسونو د خدمت لپاره ګمارلی او ډاډ یې ورکړ چې په اخلاص به د نورستان د ولسونو خدمت کوي او  د خلکو ملاتړ به خپلوي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د نورستان پخوانی امنیه قومندان د لغمان مرستیال والي ټاکل شوی دی.