د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د UNODC له مشر سره ولیدل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۱۹
sdasf

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې (UNODC) له رئیس پولیک اوک سری او مل پلاوي سره د معینیت په مقام کې وکتل. ښاغلي همکار راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د همغږۍ له امله یې مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د کوکنارو کر، قاچاق، پېر او پلور منع شوی، خو له امله یې بزګران اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، چې له کبله یې له بزګرو سره د بدیل کښت مرستو ته اړتیا ده.

نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معین همداراز وویل چې اوس په هېواد کې د امن له ټینګښت سره مناسب فرصت رامنځته شوی، او غوښتنه یې وکړه چې UNODC دې د پولیسو مسلکي روزنې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې همکاري جاري وساتي. د UNODC رئیس د معینیت له لوري د ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دغو فعالیتونو مستند معلومات به له نړیوالو سره شریکوي، څو د روږدو کسانو د درملنې او کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابرې شي.