۷ ولایتونو کې؛ پولیسو لسګونه روږدي د بستر په موخه راټول کړل

نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال په لغمان، بلخ، بغلان، پروان، اورزګان، فراه او غزني ولایتونو کې ۴۲ تنه چې په ډول ډول نشو روږدي وو راټول کړي او د روږدو په ځایي روغتیایي مرکزونو کې بستر کړي دي.
له دوی، ۱۴ تنه په بلخ، لس تنه په لغمان، نهه تنه په بغلان، درې تنه په پروان، درې تنه په فراه، دوه تنه په اورزګان او یو تن په غزني ولایت کې راټول شوي دي.