په ۴ ولایتونو کې؛ ۱۲ کسان د مخدره موادو د پلور او لېږد په تور ونیول شول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په فراه، سرپل، کندز او خوست ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په مهال ۱۲ کسان د دوه کیلوګرامه چرسو، څلور کیلوګرامه اېف او یو شمېر نشهيي ګولیو سره نیولي دي.
نیول شوي کسان به د لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.