تخار کې اووه تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۵۷
سس

د کورنیو چارو وزارت د عامه امن ځواکونو د تخار ولایت په مرکز تالقان کې اووه تنه د نشه‌يي ټابلیتونو (K-tablets) د ناقانونه انتقال په تړاو له یوه موټر او نغدو پیسو سره نیولي دي.

یاد کسان د ګولايي باغ په سیمه کې د چیک‌پواینټ پر مهال ونیول شول، چې له امله یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې امنیتي کنټرول زیات شوی او جرمي پېښې کمې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت رئیس ملا عبدالرحیم (ظهیر) د عملیاتو ستاینه وکړه او امنیتي ځواکونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د خلکو د امن لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.