امنیتي ځواکونو؛ په پنځو ولایتونو کې ۳۸ تنه نیولي

پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کندز، سرپل، بلخ، نیمروز او هرات کې ۳۸ تنه د غلاوو، قمار او قاچاق په تړاو نیولي چې د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، د څو عملیاتو په مهال ۲۰ تنه د قمار په تړاو په کندز، شپږ تنه په سرپل، څلور تنه د انساني قاچاق او یو حرفوي غل په نیمروز او یو تن د موټرونو د غلا په تړاو د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
ورته وخت کې، پولیسو په بلخ کې پنځه تنه له هېواد څخه د ۱۷ څارویو د قاچاق او ۱۰۰ زره افغانیو د غلا په تړاو نیولي دي.