د بامیان والي د شپنیو ګزمو، د امنیت د ټينګښت او د ولایتي روغتون د خدمتونو د څرنګوالي څارنه وکړه

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي له مل پلاوي سره په مرکز بامیان ښار کې د شپنیو ګزمو، عمومي اوضاع او د ښار د امنیتي کچې او امنیتي پوستو وضعیت وڅېړه او د یاد ولایت د ولایتي روغتون د خدمتونو څرنګوالی او د بستر ناروغانو د وضعیت څارنه یې وکړه.
د بامیان والي د ولایتي روغتون د ډاکټرانو د هڅو د ستایلو ترڅنګ یې له دوی وغوښتل چې د ناروغانو د خدمت او پالنې په برخه کې دې هېڅ درېغ نه کوي.