د نیمروز ولایت مقام د انساني قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي په اړه غونډه وکړه

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۹:۳۱
asdfasfd

په دغه ناسته کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، مرستیال والي مولوي تورجان احمدي، امنیه قومندان حاجي مدثر، د سرحدي لوا قومندان او د امنیتي ارګانونو منسوبینو ګډون کړی و.

په غونډه کې د انساني قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي، اقداماتو او فعالیتونو په تړاو خبرې وشوې او همداراز امنیتي بنسټونو خپلې لاسته راوړنې او معلومات شریک کړل.

د نیمروز والي د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې دامنیتي ځواکونو هڅې او فعالیتونه وستایل او  له دوی یې وغوښتل چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره دې خپل تدابیر لا نور هم ټینګ کړي.

د غوڼدې په پای کې پرېکړه وشوه چې هغه مسافرخونې چې د لارو په اوږدو پکې ناقانونه تلونکي مسافر میشت کېږي، له دې وروسته به تړل کيږي او همداراز په همدې تړاو یوه مشورتي کمېټه رامنځته شوه.