درېیو ولایتونو کې؛ پولیسو اووه تنه نیولي او پنځه میله وسله ترلاسه کړې ده

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۰
xcvvc

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې څلور تنه د غلا په تړاو په هرات او درې تنه د بلخ ولایت په مربوطاتو کې نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
ورته وخت کې، پولیسو د نورستان ولایت د منډوَل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو کشفي علمیات پایله کې پنځه میله کلاشینکوفونه موندلي او ضبط کړي دي.