۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۰ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په سمنګان، پکتیا، پروان او دایکندي ولایتونو کې ۱۰ شکمن کسان د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. له نیول شوو کسانو یوه اندازه نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.