مولوي عبدالله حماد د خوست نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

مولوي عبدالله حماد نن د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر مسؤلینو او ځایي ولایتي مسؤلینو په کې ګډون کړی و رسما معرفي او په خپله دنده یې پیل وکړ.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د ښاغلي حماد د کار او تجربو ستاینه وکړه او د خوست له ولسونو یې وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت لپاره دې د پخواني امنیه قوماندان په څېر له خپل نوي امنیه قوماندان سره مرسته وکړي.
نوي امنیه قوماندان مولوي عبدالله حماد هم ولسونو ته ډاډ ورکړ او وې ویل چي د الله د دین او نظام د پرمختګ لپاره به هرځای خپل مسؤلیت ادا کړم. هغه وویل "خوست ته د اطاعت له مخې راغلی یم او اطاعت د اسلامي نظام مهم اصل دی."