اوو ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۱ شکمن کسان د غلاوو، قاچاق، قمار او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، شپږ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، څلور تنه د جوارۍ په تړاو په سمنګان، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په کندز او دوه تنه د واده په مراسمو کې د هوایي ډزو په تړاو په پکتیا کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، پولیسو درې تنه د غلا په تړاو په هرات، دوه د موټر سایکلونو د غلا په تړاو په فراه او دوه تنه له کورونو د غلا په تړاو د سرپل ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.