سرحدي پولیسو؛ د ۱۵۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

د هرات ولایت د خواف په سیمه کې د سرحدي پولیسو لخوا ۱۵۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي ( تریاک، شیشه او کرستال) چې د قاچاقبرانو لخوا د ۴ عرادو موترسایکلو په واسطه نورو سیمو ته لیږدول کیدل د خواف د اوسپنی پټلۍ په سیمه کې ونیول شول .
د پیښې په تړاو لا تر اوسه څوک ندي نیول شوي خو د پیژندلو او نیولو په موخه یې د پولیسو څیړنې روانې دي.