۳ ولایتونو کې؛ ۱۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

امنیتي ځواکونو په نیمروز، فراه او هرات کې د غلا، وژنې او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۱۱ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، شپږ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، څلور تنه غیر مسؤل وسله وال په فراه کې د یاد ولایت د یو اوسیدونکې د وژلو په تړاو او یو تن د وژنې په تړاو په هرات کې نیول شوی دی.