کابل کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۱:۴۴
شیبشبی

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې د څو عملیاتو په مهال ۲۱ شکمن کسان د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي. له نیول شوو کسانو ۱۰ زره نشه یي ګولۍ، ۴ کیلو ګرامه چرس او دوه کیلو ګرامه هیرویین ترلاسه شوي دي.