۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ونیول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په بلخ، کاپیسا، پروان او غزني ولایتونو کې د جلا عملیاتو په مهال ۱۰ تنه له یوه اندازه شیشې، چرسو، هیرویینو او نشه یي ګولیو سره نیولي دي.
همداراز، خوست کې نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو تن له ۱۸۸۰ دانو نشه یي ګولیو سره نیولی دی.