۲ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴ تنه له ۲۶ کیلو ګرامه چرسو او تریاکو سره ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۹:۳۷
asdfadf

د بلخ امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د یو پلټونکي عملیات په مهال درې تنه له ۲۵ کیلو ګرامه چرسو، یوه اندازه تریاکو او نشه یي موادو او ګولیو سره نیولي دي.
ورته مهال، د فراه په ابو نصر فراهي بندر کې سرحدي ځواکونو یو تن چې غوښتل یې یو کیلو ګرام تریاک ایران هیواد ته قاچاق کړي، نیولی دی.