بامیان کې د والي په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دوښمني پای ته ورسېده

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۹:۵۶
asdfsadf

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي، دیني علماوو‍، قومي مخورو او سپین ږیرو په هڅو یاد ولایت ته څېرمه د خواجه روشنایي دره فولادي کلي اوسیدونکو ترمنځ اته کلنه دوښمني پای ته ورسېده او یو بل ته یې د ورورۍ غېږې ورکړې.

په همدې موخه جوړې شوې جرګې ته د بامیان والي وویل؛ "د بامیان ولایت دیني علما، قومي مخور او سپین ږیري مسؤل دی چې خپله ټولنه ورورۍ او یووالي ته راوبلي او محمدي سنت او اسلامي ارزښتونه چې د مسلمانانو د یو موټی کېدلو سبب ګرځي په خپله ټولنه کې عملي کړي".

ورته مهال،  د خواجه روشنایي کلي قومي مخورو او دیني علماوو د بامیان د والي د دواړو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې صادقانه هڅې وستایلې او په یاد ولایت کې یې د ورورۍ فضا په برابرولو  خوښي وښوده.