۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۳ تنه نیولي او ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی

امنیتي ځواکونو د هیواد په شپږو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۳ تنه نیولي او په ننګرهار کې د لسګونه خرواره ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
له دوی، جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غلو څلور کسېره ډله په بلخ، دوه تنه د وسلو د قاچاق په تړاو په لغمان، یو غل په فراه، یو تن د وژنې او یو تن د غلا په تړاو په بغلان او یو تن د وژنې په تړاو د هرات ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
همداراز، پولیسو په ننګرهار کې د لسګونه خروارو لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.