په سمنګان ولایت کې ۱۴۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
د سمنګان ولایت امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا ۱۴۰ اړمنو سوالګرو کورنیو ته چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او نور لومړني خوراکي او غير خوراکي توکي شامل وو.