د امیر المومنین شیخ هیبت الله حفظه الله د فرمان پربنسټ مولوي محمد اغا حکيم د پنجشېر د نوي والي په توګه د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له لورې د پنجشېر ولایتي مسوولینو او ولسونو ته ور پېژندل شو.
په غونډه کې د کورنيو چارو وارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، د ياد وزارت د مقام د دفتر لوی رييس زين الله عابر او ګڼ شمېر ولايتي مسولينو او ځايي مخورو برخه اخيستې وه.
ښاغلي عمري په نظام کې تغير او بدلون اصل ياد کړ او زياته يې کړه، چې اسلامي نظام د ملت د بې سارې قربانيو او سرښندنو په پايله کې لاس ته راغلی او د پنجشېر له ولسونو يې وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي. دغه راز د پنجشېر د پخواني والي چارې هم وستايل شوې.