​۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو په ۵ ولایتونو کې ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۹
شسیبشس

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې، ۳ تنه د وژنې په تړاو د هلمند ولایت له موسی کلا ولسوالۍ، ۲ تنه غله په فراه ولایت، ۲ تنه غله په سمنګان ولایت او یو بل تن د ۲۱ زره او ۵۰۰ افغانیو او دوه سیټه موبایلونو د غلا په تړاو د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې نیولي دي. ​همدارنګه، د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه میله کلاشینکوفونه چې د مزارشریف ښار د پنځمې ناحیې په یو استوګنیز کور کې په ناقانونه ډول ساتل کېدل، کشف او ضبط کړل.