۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
امنیتي منسوبینو په څو جلا اقداماتو کې، یو تن په هلمند ولایت کې د مسو د ۱۰۰ خښتو د قاچاق په تړاو، پنځه تنه په فاریاب کې د غلا، څلور تنه په نیمروز کې د برېښنا د مزیو د غلا، دوه تنه په جوزجان کې د وسلهوالو غلاوو او یو بل غل په فراه ولایت کې نیولی دی.
همدارنګه، د پکتیکا ولایت مسوولینو څلور عرادې وسایط چې په ناقانونه توګه غرني لرګي پکې بار وو، کشف او ضبط کړي دي.