په کابل ولایت کې په زرګونو نشه یي ټابلیټونه (کا) کشف او ترلاسه شول
پولیسو د کابل ښار د څلورمې او یوولسمې ناحیې په اړوندو سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، څلور تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو له ۷۰۰۰ څخه د زیاتو نشه کوونکو ټابلیټونو او یو مقدار چرسو سره یوځای نیولي دي. یاد کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.