​په پکتیا کې لسګونه میله وسله او مهمات ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۳
asdfa

​ د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې ۲۸ میله توپنچې له ۹۰۰ فیره مرمیو سره یوځای کشف او ترلاسه کړې دي.
​د مسؤولینو په وینا، دغه وسلې او مهمات له هېواده بهر قاچاق شوي وې چې د دغه ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوو لړ هدفمنو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شوې.
​د وسلو قاچاقوړونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي، چې د نیولو په موخه  یې د پولیسو له لورې جدي هڅې روانې دي.