​په فراه ولایت کې د ۱۵ کیلوګرامه نشه يي توکو سره د دوه تنو نیول کېدل

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۴۱
zxczxvc

​د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، دوه تنه چې ۱۵ کیلوګرامه شیشه یې په یو موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړې وه او غوښتل یې چې قاچاق یې کړي، د دغه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې ونیول.

​نیول شوي کسان به د لومړنیو تحقیقاتو او دوسیې له بشپړېدو وروسته، د قانوني اجراآتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.