​په درېیو ولایتونو کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او د الکولي مشروباتو دوه کارخونې کشف او ضبط شوې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۳۹
afdadf

​د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو، ۳۵ کیلوګرامه نشه يي توکي په نیمروز ولایت کې، یوه اندازه شیشه او په سلګونو نشه يي ټابلېټونه په کابل کې او د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخونې د هرات ولایت په اړوندو سیمو کې کشف او ضبط کړې دي.
​همدارنګه، د دې پېښو په تړاو پنځه تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.