په بدخشان ولایت کې ۲۳ کیلوګرامه نشهيي توکي ترلاسه شول
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ کیلوګرامه چرس د یاد ولایت د کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړل.
د دغې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.