سلګونه روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوي
۸۸۳ تنه روږدي کسان، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا اقداماتو په ترڅ کې په بلخ، کندوز، غزني، کندهار، فراه، نیمروز، هرات، روزګان، غور، دایکنډي او هلمند ولایتونو کې راټول کړي وو، د درملنې په موخه د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي دي.