د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له ښوونیز مرکز څخه ۳۳ تنه فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه ۳۳ تنه مجاهدین او منسوبین له یو میاشتني ځانګړي روزنیز پروګرام څخه فارغ شول.
دا منسوبین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او په ترڅ کې یې د یاد معینیت د چارواکو له لوري پر نېک اخلاقو، له ولس سره پر ښه چلند او د زده کړو پر عملي کولو ټینګار وشو. په پای کې پر ټولو فارغانو تصدیقپاڼې او مخکښانو ته نغدي جایزې ووېشل شوې.