​د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت لسګونه تنه منسوبین، د یادې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له خوا له لنډمهاله مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۲:۱۴
asdfasf

​په دې سیمینار کې په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د تلاشۍ پوستو جوړول، د ترافیکو پولیسو د طرزالعمل سره سم د وسایطو تلاشي، د دندې پر مهال له خلکو سره د پولیسو نېک چلند، عقیدتي درسونه او یو شمېر نورې برخې ښوول شوې دي.

​د غور ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیر، مولوي محمد زمان قتیبه د دې سیمینار د جوړولو موخه په اداري او مدیریتي برخو کې د ترافیکو پولیسو د پوهاوي د کچې لوړول او د ظرفیت لوړونه وبلله.