۹ ولایتونو کې؛ ۲۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شوه

جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په ۹ ولایتونو کې د غلا، وژنې، ناقانونه ښکار او اخلاقي فساد په تړاو ۲۷ تنه نیولي دي.
له منځه یې؛ نیمروز کې دوه غله او څلور تنه د قیمتي مرغانو د ښکار په تړاو، پکتیا کې د غلو څلور کسېزه وسله واله ډله، غزني کې پنځه تنه د اخلاقي فساد په تړاو، ننګرهار کې درې تنه د چرګانو د مردارو غوښو د پلور په تړاو، سمنګان کې درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو، دوه غله په کندهار، یو کس د خپلې میرمنې د وژلو په تړاو په خوست، یو غل په هرات او یو تن د وژنې په تړاو په فاریاب کې نیول شوی دی.