۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۸ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال ۱۷ تنه په کابل او ۱۰ تنه په بدخشان، پروان، پکتیکا، فراه، بلخ او کاپیسا کې د نشه یي توکو د پلور، قاچاق او کارولو په تړاو نیولي او یوه اندازه نشه یي توکي(شیشه او نشه یي ګولۍ) یې ترې لاسته راوړي دي.
ورته مهال، پولیسو یو تن له ۴۰ کیلو ګرامه تریاکو سره د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې نیولی او د نشه یي توکو څو کارخونې په غور کې سوځولي دي.
همداراز، د پروان نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو ټن او ۵۹۳ کیلو ګرامه بېلابېل نشه یي توکي، ۳ زره او ۹۳۲ نشه یي ګولۍ او څه باندې ۱۹ لېټره الکولي څښاک چې پخوا یې په یاد ولایت کې نیولي وو، د ځایي مسؤلینو په شتون کې وسوځول.