۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ شکمن کسان د جنایي جرمونو د ترسراوي په تړاو ونیول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۴
sdsadf

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۲۱ تنه د غلا، وژنې، اسنادو جعل، ناقانونه وسلې ګرځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
همداراز، پولیسو اته تنه په نیمروز، څلور تنه په سمنګان، درې تنه په بادغیس او شپږ تنه نور په دایکندي، لغمان، فاریاب، هرات، پروان او غزني کې د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.