۹ ولایتونو کې؛ پولیسو د کوکنارو کروندې تخریب او ۵ تنه نیولي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۰:۴۴
sfsff

نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه د کوکنارو کروندې په بلخ، سرپل، دایکندي، لغمان، بدخشان، کنړ او بغلان کې له منځه وړي دي.
همداراز یادو منسوبینو د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو څلور تنه په ننګرهار او یو تن په کاپیسا کې نیولي چې یو زر او ۴۷۰ نشه یي ګولۍ، ۳ زره او ۷۵۰ امریکایي ډالر او یوه اندازه چرس او هیرویین هم ترې ترلاسه شوي دي.