۹ ولایتونو کې؛ د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۴ تنه ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۲۴ شکمن کسان د غلاوو، قمار، قتل، دوکې، قاچاق، اخلاقي فساد او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، شپږ تنه په هرات، اوه تنه په کندز، درې تنه په پکتیا، دوه تنه په بلخ، دوه تنه په جوزجان او څلور تنه په پروان، بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې نیول شوي کسان به د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.