۸ ولایتونو کې؛ ۲۷ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شوه
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په اتو ولایتونو کې ۲۷ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، یو تن په وريښمو بندر کې له څه باندې دوه کیلو شیشې سره، ۱۰ تنه په هرات، شپږ تنه په سمنګان، درې تنه په نیمروز، درې تنه غزني، دوه په بغلان او دوه تنه په سمنګان او جوزجان کې نیول شوي دي.