۸ ولایتونو کې؛ ۲۴ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په مهال ۴ تنه په ننګرهار کې له ۳۶ کیلو چرسو، یوه اندازه شيشې او نشه یي ګولیو په تړاو او درې تنه په کابل کې له ۲۸ کیلو چرسو او بېلابېلو نشه یي توکو په تړاو نیولي دي.
همداراز، پولیسو د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو شپږ تنه په نیمروز، درې تنه په خوست، درې په زابل، دوه تنه په بلخ، دوه تنه په غزني او یو تن په زابل کې نیولی دی.
د یادولو ده چې له نیول شویو کسانو ۲۸ کیلو تریاک، درې لېټره الکولي څښاک او یوه اندازه نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.