۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۶ تنه نیولي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې ضبط کړي دي
امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ تنه د غلا، قمار او نامشروع اړیکو په تړاو په اوو ولایتونو کې نیولي دي.
له منځه یې، شپږ جوارګر په فاریاب، څلور تنه د نامشروع اړیکو او دوه تنه د غلا په تړاو په تخار، اووه جوارګر په سمنګان، درې غله په فراه، دوه غله په بادغیس، یو غل په کندز او په هرات کې یو غل نیول شوی او یو یې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
ورته مهال د پکتیا ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په مربوطاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.