۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۵ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کندز، نیمروز، هرات، کاپیسا، پروان، بامیان، بلخ او خوست کې د څو عملیاتو پایله کې ۲۵ تنه د نشه یي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو یوه اندازه چرس، هیرویین، تریاک، الکولي څښاک او نشه یي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.