۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۷ تنه نیولي او ۱۵ موټرسایلونه یې ضبط کړي دي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۹:۵۲
یلیل

امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په اوو ولایتونو کې د غلا، غصب، اسنادو جعل، ناقانونه وسلو ګرځولو او اخلاقي فساد په تړاو ۱۷ کسان نیولي دي.

له منځه یې، بلخ کې څلور تنه د غصب او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو، دوه غله په پکتیکا، دوه تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په کندز، دوه وسله وال غله په هرات، دوه تنه په ننګرهار کې د اسنادو دجعل په تړاو، دوه غله په نیمروز او یو تن د نامشروع اړیکو په تړاو د غزني ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

ورته مهال د کندهار امنیه قومندانۍ منسوبینو په شورا بک ولسوالۍ کې ۱۵ موټرسایکلونه چې له محصول پرته هیواد ته وارد شوي و، نیولي او د ګمرک د ورکړې لپاره د یاد ولایت ګمرک ته سپارل شوي دي.